د راپورونو له مخې په نیپال کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان مړه شوي دي. سرچینې ویلي، چې زیاتره زیانمنې شوې کورنۍ د هند پولې ته نږدې د ایلام په ختیځ ولایت کې دي. د مهاټري اوسېدونکي وايي، کورونه، فصلونه او بنسټیزې اسانتیاوې په اوبو لاهو شوې او حکومتي مرستې لا نه دي رسېدلې. ځایي چارواکو ویلي، چې بې‌کوره شوې کورنۍ خوندي سیمو ته انتقال شوې دي او د خوړو او اوبو د برابرولو هڅې روانې دي.

Share.